د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی رئیس، د کندز ولایت له مسئولینو سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۵:۱۳
123

د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب، د ولایتي سفرونو په لړۍ کې،  دیاد وزارت د کړنلارو، په ځانګړې توګه د دیني مدارسو د نوي تشکیلاتي جوړښت تطبیق په موخه، کندوز ولایت ته سفر وکړ. د پوهنې وزارت پلاوي د کندوز ولایت پوهنې  رئیس، د خلکو یو شمېر استازو، د ملکي او نظامي سکتورونو له مسئولینو سره وکتل.
 په دې کتنه کې چې د کندز له والي او مرستیالانو سره یې درلوده، د دیني مدارسو د ستونزو په ګډون یې پر ښوونیز او روزنیز وضعیت خبرې وکړې او د یادو ادارو نویو بستونو لپاره یې د وړ نوماندانو ګمارلو په اړه تفصیلي بحثونه وکړل.
له ښوونیزو بنسټونو او مدارسو څخه د پوهنې وزارت جګپوړي پلاوي د لیدنو په  ترڅ کې، د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی رئیس، د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د اصحاب الصفه مرکزي دارالایتام ته ولاړ او هلته یې له مسئولینو او ماشومانو سره له نیږدې وکتل.
نوموړي په يادو ناستو کې د مدارسو او دارلایتامونو د کره احصايې راټولولو لارښوونه وکړه او د یاد ولايت پوهنې رياست مشرتابه او کارکوونکو ته يې د اداري چارو او تشکيلاتي جوړښت د تطبيق په برخه کې يو ښوونيز سيمينار دایر کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۴۱
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا د پوهنې وزارت

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د لومړي لاټ قرارداد، د ۵ میلیونه، ۴۷۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۴
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا (د پوهنې وزارت)

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د دویم لاټ قرارداد، د ۱۳ میلیونه، ۸۴۱. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

BACK TO NEWS