د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین لغمان ولایت ولاړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷
45

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله «آخندزاده» د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو د طالب العلمانو د آزموینو بهیر څارنې په موخه نن لغمان ولایت ته ورسېد.

د اسلامي زده کړو معین په پیل کې د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو سره خبرې اترې وکړې، ورپسې نوموړی د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو آزموینو ځای ته ولاړ او د یادو آزموینو لړۍ یې له نږدې څخه وکتله.

دغه راز؛ نوموړي په دې کتنو کې له مسئولينو وغوښتل، چې د آزموينې روڼتیا او عدالت په جدي ډول مراعت کړي، پر نظم او ډسپلین یې ټینګار وکړ.

همدارنګه د پوهنې وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو هم د هېواد په ولایتونو کې د ثانویه او مافوق ثانویه آزموینو بهیر له نږدې وڅاره او د دغو آزموینو د روڼتیا د تامین په موخه یې مسئولینو او لوړ پوړو څارونکو ته اړین هدایات وکړل.

د يادونې وړ ده، چې نن د پنځمې ورځې لپاره د مدارسو «د ثانویه اومافوق ثانویه مرحلو آزموینې» په ټول هېواد کې په بشپړه بریا سره پلې او دغه لړۍ به د سبا ورځې تر پایه دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS