د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین تخار او بدخشان ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۴:۱۹
dasdfdgf
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده په مشرۍ یوپلاوی تخار او بدخشان ولایتونو ته ورسېد.
په پیل کې نوموړی تخار ولایت ته ولاړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل ابو احمد، پوهنې مسئولینو او علماوو سره په کتنه کې، د دغه پلاوي د سفر اساسي موخه، د مدرسینو د مسلکي پراختیا اړوندو بستونو عادلانه وېش او استخدام، کلیوالي مدارسو ته پاملرنه، د دولتي او خصوصي ښوونځيو د ستونزو ارزونه او حل وبلله.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین او ورسره پلاوی بدخشان ولایت ته ولاړ.
نوموړي د بدخشان ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني او مسئولینو سره په کتنه کې د خپل سفر د موخو د تشرېح په ترڅ کې وویل:
بدخشان ولايت د هېواد له محرومو ولايتونو څخه دی او د ديني او عصري علومو په برخه کې یې د ښوونيزو خدمتونو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
د دواړو ولایتونو د پوهنې رئیسانو په خپلو ولایتونو کې ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین څخه وغوښتل چې د مدارسو جوړولو، د زده کوونکو د اعاشې په برخه کې د پاملرنې، د دیني زده کړو بنسټونو، د ښوونځیو د ښوونکو د بستونو زیاتوالي او نورو برخو کې همکاري وکړي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۴۴
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

 لوګر
یو تن علم پروره شخصیت له لوري، د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند له قلعه ابراهیم خان ښوونځي سره، د ۲۶ زره ۲۰۰ افغانیو په لګښت د تدریسي او اداري توکو مرسته وشوه.

 هلمند
د هلمند ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۴۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

 لوګر
یو تن علم پروره شخصیت له لوري، د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند له قلعه ابراهیم خان ښوونځي سره، د ۲۶ زره ۲۰۰ افغانیو په لګښت د تدریسي او اداري توکو مرسته وشوه.

 هلمند
د هلمند ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې له پوهنې سره نږدې د نیم مېلیون افغانیو په لګښت مرسته شوې 

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ علم پاله خلکو، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې پوهنې ریاست سره،  څه د پاسه ۴۳۲ زره افغانیو په اندازه مرسته کړې ده.
د یاد ولایت پوهنې ریاست چارواکو. . .

BACK TO NEWS