د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین بدخشان ولایت ته رسمي سفر وکړ
د افغانستان.ا.ا.عالي مقام د مشرتابه د لارښوونې په بنسټ، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده په مشرۍ پلاوي د هېواد د دیني مدhرسو لپاره د لیلیو جوړولو په موخه، بدخشان ولایت ته رسمي سفر وکړ.
په هغه مراسمو کې چې د یاد ولایت بهارک ولسوالۍ د مفتي عبدالمومن حازم مدرسه کې د پلاوي هرکلي لپاره جوړ شوي وو، په پيل کې یاد مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې د پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال بدخشان ته دپوهنې معین ورتګ ته ښه راغلاست ووایه او د دغه ولايت دپوهنې د کړنو په تړاو یې پلاوي ته معلومات وړاندې کړل .
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین په دغه ولایت کې د ښوونیز وضعیت لاښه والي او د دیني مدارسو لپاره د لیلیې د جوړولو په اړه یو لړ لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز د بهارک، ارغنج خواه،جرم،یمگان،خاش،وردوج ولسوالیو د پوهنې مسئولینو او یو شمېر دیني علماوو چې په یاده غونډه کې یې حضور درلود، خبرې وکړې او د موضوع په تړاو یې د پوهنې وزارت پلاوي ته خپل نظرونه څرګند کړل.
د اسلامي زده کړو معین د پوهنیز نظام لاپرمختګ په اړه د غونډې ګډون والو ستونزې او نظرونه واورېدل، چې د پلاوي له لوري يې د حل ژمنه وشوه.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
