د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معين تخار ولایت ته په رسمي ولاړ
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده د هېواد ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې، د اسلامي زده کړو مرکزونو د کتنې په موخه، تخار ولايت ته ولاړ.
په هغه غونډه کې چې د ياد ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي حزب الله مبشر په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین په مشرۍ پلاوي هم ګډون وکړ.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د تخار ولایت پوهنې رئیس، د پوهنې وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې ریاست د کړنو په اړه یې مفصل راپور غونډې ته وړاندې کړ.
د پوهنې ریاست د راپور په یوه برخه کې راغلي ٶ؛ د دیني مدارسو لپاره د علماوو له جملې څخه د ۱۰۳۸ تنو نویو استادانو ګمارل، په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو د ښوونکو او اداري کارکوونکو ظرفیت لوړولو په موخه د ګڼ شمیر سیمینارونو په لاره اچول، د ښوونځیو لپاره د نويو ودانيو جوړول، ترمیمول او داسې نور فعالیتونه د پوهنيز نظام د لاپرمختګ په موخه تر سره شوي دي.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معين د پوهنې مسئولينو له مېلمه پالنې او د ياد رياست د اغېزناکو کړنو له امله ستاينه وکړه او ويې ويل: تخار ولايت ته د دوى د سفر يوه اساسي موخه، د ياد ولايت د پوهنيز نظام څرنګوالى، د دیني مدارسو لپاره لیلیو جوړول کوم چې د.ا.ا.ا.عالي مقام د مشرتابه په لارښوونه تر سره کېږي بحث او خبرې کولٖ دي.
دغه راز نوموړي زياته کړه، د اسلامي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه او د ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو سره مخامخ خبرې د نوموړي د سفر د پلان له مهمو ټکو څخه دي.
همدارنګه د پوهنې وزارت معين ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونځیو او دیني بنسټونو د جوړولو په ګډون په هغه ولایت کې د اسلامي زده کړو د وضعیت د لاښه والي لپاره جدي پاملرنه کوي.
په پاى کې د تخار پوهنې ریاست مشرتابه د اسلامي زده کړو معين ته په ياد ولایت کې د پوهنې وزارت د پلانونو د عملي کولو ډاډ ورکړ.
