د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست پلاوی د هلمند باغران ولسوالۍ ته ورسېد
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست پلاوى د خپلو ولایتي سفرونو په دوام، نن د هلمند ولایت باغران ولسوالۍ ته تللی او د یادې ولسوالۍ اداري کړنې او تحصیلي اسناد یې وارزول.
د باغران ولسوالۍ پوهنې مسئولینو ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په یاده ولسوالۍ کې یې د پوهنې پر دندو، لاسته راوړنو او ننګونو خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت پلاوي ژمنه وکړه، چې د هلمند ولايت د پوهنې ستونزو اولاس ته راوړنو په ګډون به د خپلو څېړنو پايلې د یاد وزارت له مشرتابه سره شريکې کړي.
