د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د رئیس په مشرۍ پلاوي له بدخشان ولایت څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د رئیس مولوي محمداسحق حقیقي په مشرۍ پلاوي د بدخشان ولایت ته د یو لس ورځني سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه.
ياد هیئت د بدخشان ولایت د مرکز او دوو ولسوالیو له ۷۰ بابه ښوونځیو او ۳۰ بابه د لیک او لوست د زده کړې له مرکزونو څخه له نږدې لیدنه وکړه او په عمومي نظارت برسیره یې داساسي او ثانوي زده کړو، تحلیل او احصائیې، د ښوونکو د مسلکي پراختیا او لیک لوست د زده کړې په برخه کې د یاد ولایت د تعلیمي بهیر بشپړ نظارت او ارزیابي ترسره اوله اړونده مسئولینو سره یې خپلې ارزښتناکې سپارښتنې شریکې کړې او هم یې د هغوی وړاندیزونه او مشورې واورېدلې.
