د پوهنې وزارت دخواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۱ - ۸:۵۸

په غزني کې د 12 تنو زده کوونکو د شهادت او ټپی کېدو له امله د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي د خواشینۍ پیغام!
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د ملانو بابا په ښوونځي د یوې هاوان مرمۍ د لګېدو له امله څلور تنه زده کوونکي شهیدان او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
د پوهنې وزارت لپاره د زده کوونکو او د پوهنې لارویانو د شهادت او ټپیکېدو خبر دردونکی او زړه بوږنونکی دی.
د پوهنې وزارت رهبري د شهیدانو له کورنیو سره په دې غم کې ځان شریک بولي او ډاډ ورکوي چې د یادې پېښې د ټپیانو په درملنه کې به له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.
د پوهنې وزارت رهبري یو ځل بیا د جګړې په ټولو ښکېلو خواوو او ډلو غږ کوي چې د ښوونځیو پر ښوونکو, زده کوونکو, کارکونکو او د پوهنې پر تاسیساتو له حملو څخه ډډه وکړي, ځکه چې دا قشر له سیاست څخه لرې او تل د هیواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره په پوره اخلاص, صداقت او ایماندارۍ خدمت او زده کړې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۲
Background image

پوهنې وزارت په ۳۹ بابه منځنیو ښوونځیو کې «د رشته‌بندۍ تطبیق» په اړه سیمینار ترسره کړ

پوهنې وزارت په «۳۹ بابو منځنیو ښوونځیو کې د رشته‌بندۍ تطبیق» تر سرليک لاندې یو سیمینار د مرکزي او ولایتي ریاستونو د ۲۴۰ تنو مسٸولینو لپاره جوړ کړ.
د ياد سیمینار موخه دا وه چې، د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS