د پوهنې وزارت خدماتو رئیس بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۳
da

د پوهنې وزارت خدماتو رئیس محترم استاد حبیب الله خالد بادغیس ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محب الله احسان او چارواکو سره ولیدل.
د پوهنې وزارت پلاوي د بادغیس پوهنې رئیس سره په لیدنه کې وویل: د دې سفر موخه د توکو برېښنایي ثبت او محاسبې سیسټم پراختیا، د پیسو د لېږد تنظیم، د ډیپوګانو چارو ترتیب، د ترانسپورټي مسایلو په اړه لارښوونې، د فعالو او غیر فعالو وسایطو جلا کول او د پوهنې ریاست اړوند یو شمېر نورو ستونزو پېژندل دي.
د پوهنې رئیس د پوهنې وزارت له پلاوي څخه هرکلی وکړ او ور څخه یې وغوښتل چې د ستونزو په حل کې پوهنې ریاست سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS