د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۲۱
5415

(د دیني مدارسو، ج/هادي مدارسو او عالمیه، عالیه، مافوق ثانويه او ثانويه مرحلو د ۱۴۴۷ هـ.ق کال مشترکو ازموینو په تړاو)

په پلان کې ده، چې د ټولو ولایتونو د خصوصي دیني او ج/هادي مدارسو د فاضلانو او د عالمیه، عالیه، مافوق ثانويه او ثانويه دورو مشترکې ازموینې په یوه وخت کې، د پوهنې وزارت اسلامي زده‌کړو معینیت او د لوړو زده‌کړو وزارت د تخصصاتو او جامعاتو لوی ریاست لخوا ترسره شي.
په همدې تړاو پرېکړه شوې، چې یاده مشترکه ازموینه به د ۱۴۴۷ هـ ق کال، رجب المرجب میاشتې په ۷مه نېټه، شنبې ورځ ـــ چې د  ۱۴۰۴ لمریز کال، مرغومي/ جدي میاشتې له ۶مې سره سمون لري، پیل شي او د شپږو ورځو لپاره به دوام ولري.

د پوهنې وزرات
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS