د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۲۲:۳۸
لبا

په پام کې ده، د کابل، لوګر، میدان وردګ، پروان، کاپیسا، پنجشېر ولایتونو او د کابل ښار دولتي او خصوصي دارالحفاظونو د زده کوونکو ترمنځ د "نجم القرآن" تر نامه لاندې د قرآن عظیم الشان د حفظ او حسن قرائت سیالۍ ترسره شي.

د دارالحفاظونو ټول هغه زده کوونکي چې عمرونه یې له ۸ تر ۲۰ کلونو پورې وي، د یادې خبرتیا له خپرېدو ورسته دې په کابل کې تر دوو اونیو او په ولایتونو کې د یوې اوونۍ په اوږدو کې د پوهنې ریاستونو او یا د ولسوالیو پوهنې آمریتونو کې نوم لیکنه وکړي.

د اړيکې شمېرې: ٠٧٧٧٢٠٤٠٨٢ / ٠٧٦٦٠٦٤٨١١ / ٠٧٩٩٦٦٤٣٤٧

والسلام

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS