د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۳:۴

په ښوونځیو کې د ښوونکو او زده کوونکو څخه د پیسو ټولول منع شول.
پوهنې وزارت- کابل: په ښوونځیو کې د ښوونکو او زده کوونکو څخه د هرډول پیسو ټولول منع شول. د پوهنې سرپرست وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د لارښوونې پر اساس د ښوونکو او زده کوونکو څخه هر ډول پیسي راټولول لکه د مرستي، د فتر اړتیا وړ توکو پیرودل، د ټولګیو رنګول، بیارغونه او داسي نور چي فساد او ناسمه ګټه اخیستنه منځ ته راوړي او د زده کوونکو مور او پلار، په خاص ډول د غریبو کورنیو سره د اندبښني لامل ګرځي په بشپړه توګه منع دي. د داخلي تفتیش او ښوونیز نظارت ریاستونو ته لارښووني شوي چي د مرکز او ولایتونو ښوونځي د دوامداره څار لاندي ولري او د یادو برخو لیدو په صورت کي عمل کوونکي د قانون منګولو ته وسپاري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS