د پوهنې وزارت خبرتيا

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۹:۲۶

له بده مرغه په هيواد کې د کرونا وايروس دريمه څپه لا هم په چټکتيا سره په خپريدو ده، نو پر دې اساس د عامې روغتيا وزارت له پوهنې وزارت سره په همغږۍ کې د ټولو هيوادوالو او په ځانګړي ډول د ګرانو  زده کوونکو او درنو  ښوونکو د لا خونديتوب په موخه، د هيواد په ټولو ولايتونو کې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي او ښوونيز مرکزونه د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ مياشتې تر ۱۸ مې نيټې پورې رخصتوي.

پوهنې وزارت د زده کوونکو له کورنۍ هيله کوي چې خپل اولادونه د ګڼې ګوڼې ځايونو ته پرېنږدي، صحي سپارښتنې په سمه توګه په پام کې و نيسي او له شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره، د ښوونځيو تر بيا پيليدو پورې په کورنو کې خپل درسونو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS