د پوهنې وزارت خبرتيا
په هيواد کې د کرونا وايروس دريمه څپه لا هم په چټکتيا سره په خپريدوه ده، نو پر دې اساس د عامې روغتيا وزارت له پوهنې وزارت سره په همغږۍ کې د ټولو هيوادوالو او په ځانګړي ډول د ګرانو زده کوونکو او درنو ښوونکو د لا خونديتوب په موخه، د هيواد په ټولو ولايتونو کې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي او ښوونيز مرکزونه د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي مياشتې له ۲۲ نيټې څخه تر راتلونکو دوو اونيو پورې رخصتوي.
پوهنې وزارت د زده کوونکو له کورنۍ هيله کوي چې خپل اولادونه د ګڼې ګوڼې ځايونو ته پرېنږدي، صحي سپارښتنې په سمه توګه په پام کې ونيسي او له شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره، د ښوونځيو تر بيا پيليدو پورې په کورنو کې خپل درسونو ته دوام ورکړي.
