د پوهنې وزارت با صلاحیته پلاوی د هرات ولایت ته ورسید

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۹:۵۹
هیئت با صلاحیت وزارت معارف عازم ولایت هرات شد

د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري  ریاست  د رئیس محترم مفتي عزت الله نوري په مشري، د یاد وزارت تخنیکي پلاوی د تیرې پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت ته ورسید. یاد پلاوی چې په ترکیب کې یې د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري  ریاست تخنیکي او مسلکي مسئولین او کارمندان شامل دي، غواړي چې  د لویدیځ زون د اړوندو  ولایاتو (هرات، فراه،نیمروز او بادغیس) د پوهنې ریاست له مسئولینوسره  د مالي او تخنیکي چارو په هکله خپل معلومات او تجربې شریکې کړي.
د جمعې په ورځ پلاوي د پورتنیو څلورو ولایاتو د پوهنې له رئیسانو سره تعارفي ناسته درلوده،په یاده ناسته کې محترم مفتي عزت الله نوري د خپل سفر موخه او اهداف له رئیسانو سره شریک کړل.
د شنبې په ورځ سیمینار پیل شو، په سیمینار کې د  هرولایت د پوهنې د ریاست لاندې مسئولین برخه لري:
۱-د پوهنې رئیس ۲-دمالي چارو آمر ۳-دمالي چارو مدیر۴-د معاشاتو د راجسټریشن مسئول ۵-د تدارکاتو مدیر.
په یاد سیمینار کې د لاندې موضوعاتو په هکله ګډون والو ته معلومات ورکول کېږي:
۱-مالي او بودیجوي مسایل  ۲-د معاشاتو د راجسټریشن سیستم ۳-مالي سیستمونه.
د ورځې په لومړۍ برخه کې د پورتنیو موضوعاتو په هکله د سیمینار له ګډون والو سره معلومات شریک کېږي او د په دوهمه برخه کې د پلاوي تخنیکي غړي د سیمینار د ګډون والو پوښتنو ته ځوابونه وایي او له هغوی سره د لوستل شویو موضوعاتو تمرین کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS