د پوهنې وزارت او د چارو ادارې لوی ریاست ترمنځ د ساده شویو پروسو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۳۱
12

په هغو مراسمو کې چې د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت او د چارو ادارې لوی ریاست ترمنځ، د ساده شویو پروسو د هوکړه‌لیک لاسلیکېدو په مناسبت جوړ شوي وو، پکې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین او کفیل الحاج مولوي سخاءالله سعید، د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د چارو ادارې لوی ریاست مرستیال الحاج مولوي سیف الدین طایب، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس شیخ محمد طاؤس طارق، ځینو مرکزي رئیسانو او مسئولینو ګډون درلود.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین او کفیل مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد هوکړه لیک د محتوا په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې؛ د دغه هوکړه لیک اساسي موخه، د ښوونیز نظام په اداري چارو کې د پیاوړتیا، چټکتیا، روڼتیا او اغېزمنتیا بشپړ تامینول دي.
ورپسې د چارو ادارې لوی ریاست مرستیال په خپلو خبرو کې، پوهنې وزارت یوه مهم کلیدي اداره وبلله او ویې ویل: د خوښۍ ځای دی، چې نن د دواړو ادارو ترمنځ د اداري پروسو د ساده والي په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک کېږي او په دې برخه له ټولو ادارو او اشخاصو څخه چې ور سره یې همکاري کړې، د زړه له کومې مننه کوي.
دغه راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس، د پوهنې وزارت ترمنځ د ساده شویو پروسو د پلي کېدو هوکړه‌لیک یو مهم فرصت وباله او زیاته یې کړه، تر اوس‌مهاله یاد ریاست د بېلابېلو ادارو ۹۴۲ پېچلې پروسې مراجعینو ته د هغوی په چارو کې د اسانۍ په موخه ساده کړې دي، چې نننی هوکړه لیک یې ژوندۍ بېلګه ده او په راتلونکې کې هم پلان لري، ټولي هغه پروسې کوم چې د ځنډ او خنډ لامل کېږي، ساده او لاپسې اسانه کړو.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین په اداري پروسو کې د اسانوالي هوکړه لیک لاسلیکول خورا مهم وبلل او د هغو د مثبتو اړخونو په تړاو یې اغېزمنه وینا وکړه.
 ياد هوکړه‌لیک د پوهنې وزارت له لوري د ښوونې او رزونې د معین او کفیل الحاج مولوي سخاءالله سعید او د چارو ادارې لوی ریاست له لوري د یاد ریاست د مرستیال الحاج مولوي سیف الدین طایب په لاسونو لاسليک شو.
 د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت یو شمېر هغه هڅاند کارکوونکي چې د اداري پروسو ساده‌والي برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې وې، د مشرتابه لخوا په ستاینلیکونو وویاړل شول.
غونډه د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS