د پوهنې وزارت او د ترکیې د ایدیف خیریه بنسټ تر منځ د پنځه بابه مدارسو د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۰:۶
rfrtrt

د ا.ا.ا دپوهنې وزارت او د ترکیې هیواد د ایدیف خیریه بنسټ ترمنځ د هیواد په پنځو ولایتونو کې د پنځه بابه دیني مدارسو د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د یاد هوکړه لیک په اساس به د ایدیف خیریه بنسټ د هیواد په پنځو ولایاتو کې چې د پوهنې وزارت له لوري به ټاکل کېږي، پنځه بابه مدارس چې هره مدرسه به څلور درسي ټولګي، احاطوي دیوال، مسجد، تشنابونه او د څښلو د پاکو اوبو اسانتیاوې لري،جوړوي. په هره مدرسه به پنځه وېشت زره امریکايي ډالر لګښت کېږي، چې د پنځه بابه مدارسو ټولیز لګښت یو سلو پنځه وېشت زره امریکايي ډالره کېږي.
یاد هوکړه لیک د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ا.ا.ا د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا او د ایدیف خیریه بنسټ د مسئول ښاغلي شیخ محمد توران تر منځ لاسلیک شو.
د هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د ایدیف خیریه بنسټ له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې د پنځه بابه مدارسو د جوړولو ستر خیریه اقدام ته اراده کړېده او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت به د یادې خیریه پروژې د تطبیق لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابروي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS