د پوهنې وزارت او افغان پوست شرکت ترمنځ د دوه اړخيزو مرستو هوکړه لیک لاسليک شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۷:۱
qwe

د ښوونځيو د فارغینو په ګډون زده کوونکو ته د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو په موخه د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو رياست او افغان پوست شرکت ترمنځ د دوه اړخيزو مرستو هوکړه لاسليک شو.

د ياد هوکړه لیک د لاسليک کولو په مراسمو کې چې د دواړو بنسټونو مرستیالانو او رئيسانو حضور درلود، د پوهنې وزارت په استازيتوب د یاد وزارت د کيفيت د تضمين معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او د افغان پست ادارې په استازيتوب مولوي رحمت الله دغه هوکړه لیک لاسلیک کړل.

په پیل کې د افغان پست رئیس د هوکړه لیک د محتوا په باب د معلومات ورکولو په ترڅ کې وویل چې د دې هوکړه لیک پر اساس افغان پست شرکت ژمن دی چې په خپلو اړوندو ولایتونو کې د ښوونځیو فارغانو ته د شهادتنامو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې: د شهرت اصلاح او د تعلیق لرې کول هغه نور موارد دي چې فارغین کولای شي په خپلو ولایتونو کې د افغان پسټ له لارې پلي کړي.

ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین د یادې ادارې له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې د یاد شرکت له مسئولینو څخه وغوښتل چې فارغینو ته په اړوندو چارو کې د لازیاتو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې په اخلاص کار وکړي، ترڅو د غوښتونکو وخت ضایع نه شي.

په دې مجلس کې د معیاري ازموینو رئیس مولوي عبدالباقي حقاني او د مخابراتو وزیر مولوي نجیب الله حقاني هم د موضوع په اړوند ویناوې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS