د پوهنې وزارت ارزونې ټیم یو شمېر ولایتونو ته رسمي سفرونه پيل کړل

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د معیاري ازموینو ریاست د کارپوهانو او مسلکي غړو ترکیبي ټیم د هېواد لسو ولایتونو ته خپل کاري سفرونه پیل کړل، چې موخه یې د اصول صنفي ټولګیو د زدهکوونکو د تعلیمي کچې ارزول دي.
د هغه سفر په ترڅ کې چې د پوهنې وزارت پلاوی یې بدخشان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، اروزګان، دایکنډي، غور او بادغیس ولایتونو ته لري، له پلان سره سم به د یادو ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې د اصول صنفي ټولګیو زدهکوونکو د پوهې کچه و ارزول شي، چې په پای کې به پورته ذکر شوي راپورونه راټول او په یوه واحد راپور کې شامل شي؛ ترڅو د نیمګړتیاوو حل لپاره یې اړینې پرېکړې وشي.