د پوهنې محترم وزیر لخوا په کونړ ولایت کې د څه کم  ۱۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۶
ظسرطزر

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا کونړ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، مرکز اسد آباد ښار اړوند د برساګي په سیمه کې یو باب لومړنی ښوونځی پرانیست.
په دغه پرانیست‌غونډه کې د پوهنې پر محترم وزیر سربېره، د کونړ پوهنې رئیس، د علماوو شورا رئیس، یو شمېر ا.مارتي مقاماتو او قومي مشرانو ګډون درلود.
په یادو مراسمو کې، د پوهنې محترم وزیر د ښوونې او روزنې په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې باکیفیته تعلیمي مرکزونه د ټولنې د هراړخیز پرمختګ یوازني بنسټونه دي.
ورپسې د کونړ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محب الله حیدري وویل چې دغه اداره هڅه کوي ترڅو په لېرې پرتو سیمو کې نور تعلیمي مرکزونه هم جوړ کړي.
د ښوونځي دغه ودانۍ چې د نږدې ۱۸ مېلیون افغانیو په لګښت د یوې تعلیمي همکارې ادارې په مالي مرسته جوړه شوې، ۱۲ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې او نور اړین ملحقات لري، چې په پایله کې يې شاوخوا ۱۷۵۰ تنو زده‌کوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۵
Background image

د لوګر له پوهنې ریاست سره د ۲۱ خېمو مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د شاوخوا ۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره  د ۲۱ خېمو مرسته وشوه.
یادې خېمې به هغو ښوونځیو ته ووېشل شي، چې د درسي ټولګیو له کمښت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۳
Background image

په بدخشان کې یوې دیني مدرسې لپاره د څښاک پاکو اوبو څاه وکیندل شو

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند «سرور کائنات» صلی‌الله‌علیه‌وسلم دیني مدرسې زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په یو شمېر ولایتونو کې د وړتیا لوړونې درې او دولس ورځنۍ برنامې پیل شوې

د فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو د څه باندې ۸۰۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې او دولس ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې.. . .

BACK TO NEWS