د پوهنې محترم وزیر، د دیني مدارسو ازموینې بهیر څخه کتنې په موخه کاپیسا ولایت ته لاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۵۱
515814

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی په رسمي سفر کاپیسا ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمدفرید حقاني سره د کتنې سربېره، د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو پروسې څخه لیدنه او کتنه وکړه.
ورپسې نوموړي د یاد ولایت د پوهنې چارواکو له هڅو او صادقانه خدماتو ستاینه وکړه، د ازموینې ځای ته لاړ او د ازموینې پروسې ارزولو ترڅنګ یې، د یادو ازموینو د روڼتیا، نظم او معیاري کولو په اهمیت ټینګار وکړ او له طلابو العلم یې وغوښتل چې د زده‌کړې په لاره کې ډېرې هڅې وکړي. 
د یادونې وړ ده چې، د پوهنې محترم وزیر او ورسره مل پلاوی د ازموینې ځای ته رسېدو پر مهال د چارواکو او استادانو لخوا تود هرکلي سره مخامخ شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS