د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
54321

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو د هېوادوال له دغه نیک اقدام څخه ستاینه کړې او څرګنده یې کړه چې د پوهنې وزارت په مالي ملاتړ به په دې ځای کې نوې ودانۍ جوړه  شي، ترڅو په راتلونکې کې یاد ښوونځی د منځني او لېسې تر کچې لوړ شي.
اوسمهال په دې ښوونځي کې شاوخوا ۶۰۰ تنه ماشومان په زده‌کړو بوخت دي، چې د دې نوې ځمکې په اضافه کېدو سره به یې تعلیمي چاپېریال نور هم پراخ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د مسلکي پراختیا له غړو سره وکتل

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د ښوونکو د مسلکي پراختیا له غړو او اړوندو مسوولینو سره وکتل.
په ياده لیدنه کې د تدریسي چارو، ښوونیز وضعیت، روزنیزو برنامو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په نیمروز کې د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۴۵ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د دغې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

په دایکنډي کې د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د دایکنډي ولایت په مرکز، نیلي ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۵۶ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ۲۶ تنو ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS