د پوهنې لسیزې ستراتیژي سند نهايي شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۳ - ۱۷:۳۹
د پوهنې لسیزې ستراتیژي سند نهايي شو.

د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په شتون کې د پوهنې لسیزې ستراتیژي سند چې د افغانستان ښوونې او روزنې بنسټیزو اصلاحاتو په لاره کې یو له مهو او تاثیرلرونکو اسنادو څخه دی نهايي او وڅيړل شو.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د پوهنې ستراتیژي سند د نهايي کیدو موخه یوې غوره زده کړې ته رسیدل یاد کړل.
پوهنې وزیر زده کوونکۍ، ښوونکۍ، ښوونیز نصاب، ښوونځۍ، اداره او شوراګانې د هیواد ښوونې او روزني په برخه کې ۶ اساسي عنصره یاد کړل او زیاته يې کړه چې د پوهنې په لسیزه کې غواړو د بنسټيزو اصلاحاتو په راوستو او پدې عناصرو کار له لارې یوه معیاري،استندرد او پرمختللې ښوونې او روزنې ته ورسیږو.
د یادونې وړ ده چې شمولیت، کیفیت او مدیریت د هیواد په زده کړه کې درې تاثیر لرونکې برخې دي چې د پوهنې لسیزې ستراتیژي سند کې ذکر شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د پوهنې وزارت مشرتابه یوه ښوونیزه لسیزه چې له لمړي ټولګې څخه تر دولسم ټولګي پوري ۱۲ کاله کیږي د پوهنې لسیزې په نامه نومولې او د دې لسیزې په چوکاټ کې به د هیواد ښوونې او روزنې په برخه کې اساسي بدلون مینځ ته راشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS