د پوهنې او عامې روغتیا وزیرانو په ښوونځیو کې د کورونا ویروس خپریدو د مخنیوي پروګرامونو په اړه غونډه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۱۳:۳۳
د پوهنې او عامې روغتیا وزیرانو په ښوونځیو کې د کورونا ویروس خپریدو د مخنیوي پروګرامونو په اړه غونډه وکړه

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز د ګډې همکاري په موخه د هیواد د ګرمې او یخې هوا لرونکو ولایتونو په ښوونځیو کې د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي پروګرامونو په اړه لیدنه او خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربتوب ترسره شوه، پوهنې وزیر یادونه وکړه چې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه د نړي اوسني حالت او په افغانستان کې څو پیښې، پدې برخه کې د مخنیوي او پوهاوي لوړولو برنامو ته پاملرنه په ځانګړي ډول د ښوونځيو په چاپیریال کې خورا مهم دی.

پوهنې وزیر د دې په دوام سره زیاته کړه چې په اوسني وخت کې د زده کړو ټولګي په ګرمې هوا لرونکو ۹ ولایتونو کې پرانستل شوي دي، او همدارنګه مونږ د سړو سیمو ښوونځیو پرانستلو ته هم نږدې یو، اوسنیو حالاتو ته په کتو، پوهنې وزارت په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه د کرونا ویروس په اړه په ښوونځیو او کورني چاپیریال کې د ښوونکو او زده کوونکو د حفظ الصحې مراعاتولولو په اړه د پوهاوي پروګرامونه په پام کې ونیسي.
پوهنې وزیر ټینګار وکړ چې پوهنې وزارت د ۱۰۰ زره څخه د زیاتو سارندو یانو، ښوونکو او زده کوونکو پراخه ټولنې په واسطه په مرکز او ولایتونو کې د عامه پوهاوي وړتیا لري، او همدارنګه پوهنې وزارت د دې آمادګي لري چې د دې موضوع د اهمیت له پلوه په ښوونځيو کې د کرونا ویروس په اړه په ښوونځیو کې یو درسي ساعت ځانګړي کړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز په دې وروستیو ورځو کې د ایران څخه افغانستان ته د ۵۰ زره افغانیانو د راتګ خبر ورکړ، او ټینګار یې وکړ چې سره د دې چې په دومره زیات شمیر مهاجرین هیواد ته راغلي، اړین دي چې د وزارتونو تر مینځ په مختلفو برخو کې همکاري رامینځ ته شي تر څو وکولای شو په افغانستان کې د دې ناروغي مخه ونیسو.
د عامې روغتیا وزیرهمدارنګه په ښوونځیو کې د روغتیا زده کړې توکو چمتو کولو ، د ښوونکو او زده کونکو ترمنځ د ګډ پوهاوي برنامې جوړول ، او د ناروغۍ د خپریدو مخنیوي، پوهاوي لوړولو او خبرورکولو لپاره د چمتوالي خبر ورکړ.
د دې غونډې د پریکړې په آساس، د دواړو پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو په شتون کې تخنیکي ټیمونه جوړ، او په پام کې ده چې په دې برخه کې په جدي ډول مشترکه همکاري شروع شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو

د پوهنې یو همکار بنسټ په ملاتړ، د پکتیکا ولایت سرروضې ولسوالۍ ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۸ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه سیمینار کې ۲۰ تنه ښوونکي د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې کارکوونکو لپاره "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ جوړ شو

د چارو اداري لوی ریاست له لوري، د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د ۶۲۰ زره افغانیو مالي مرسته وشوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار د زاهو سیمې اوسېدونکو له فاروقیه دیني مدرسې سره ۶۲۰ زره افغانۍ مالي مرسته کړې ده. 
د پوهنې مسئولینو په وینا، په دې پیسو سره د یادې مدرسې لپاره ۱۴ تشنابونه. . .

BACK TO NEWS