د پوهنې  وزارت  د مرکزي رئیسانو اونیز  اداري  مجلس  دایر شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۵ - ۹:۲۴
د پوهنې  وزارت  د مرکزي رئیسانو اونیز  اداري  مجلس  دایر شو

د پوهنې وزارت دمرکزي رئیسانو اونیز (۳۷) نمبر اداري مجلس د یاد وزارت د ښوونې او روزنې د معین الحاج مولوي سخاءالله سعید  په مشري دایر شو. 
یاد مجلس چې د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو، پکې  په ښوونځیو، مدارسو او نوروو تعلیمي مراکزو کې د مطبوع قرطاسیه جاتو لکه د حاضري او  ترقي تعلیم دکتابونو، د نتایج د جدولونو، شقو، اطلاعنامو، سه پارچو، ترانسکریپونو، تقدیرنامو او داسې نورو اړینو توکو د کمښت د پوره کولو لپاره د عاجلو اقداماتو د ترسره کولو، له بهرنیو او کورنیو موسساتو او خیریه بنسټونو سره د تفاهم نامو تر لاسلیک کېدلو وړاندې د موجودو مراحلو د را لنډولو  او دې ته ورته نورو مسایلو په اړه تفصیلي بحثونه وشول. غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای  ته  ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS