د پوهني وزارت د اسلامي زدکړو معينیت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس د کندهار د پوهني ریاست کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۱۰:۹
123

د پوهني وزرات د اسلامي زدکړو د معینیت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق "صدیق" د کندهار ولایت د پوهني ریاست کې په یوه لویه غونډه کې ګډون وکړ، غونډه کې د کندهار ولایت دپوهني رئیس د مرکز او د ولسوالیو د پوهنې آمرینو ، د مدارسو مهتممینو او استاذانو ګډون کړی وو ،
غونډه د قرآن کریم په مبارکو ایاتو سره پیل شوه،
د غونډي پرانستي وینا د پوهني رئیس  مولوي فخرالدین نقشبندي صاحب وکړه، د پوهني وزارت راغلي هیئت ته یې ښه راغلاست ووایه، ورپسې د مدارسو او دارالحفاظونو دریاست رئیس د پوهنې خصوصا د اسلامي زدکړو د اهمیت، او په هکله یې د پوهنې وزارت د پلانونو او تصامیمو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه، نوموړي وویل چي مدرسې هغه ښوونیز مرکزونه دي چي د ملت بچیان په اسلامي ګاڼه سمبالوي ماشومانو او ځوانانو ته اسلامي ښوونه او روزنه ورکوي.
ښاغلي صدیق وویل: چي دیني او عصري علوم دواړه ضروري دي او هر مؤمن مسلمان باید لومړی اسلامي زده کړې وکړي، او ورسره عصري زده کړې وکړي ، د یادونې وړده، نوموړي وویل چې که چیرې مکتب د مدرسې لپاره بند سي دا هم نامناسب عمل دی، موږ باید کوښښ وکړو چي دواړه فعاله وساتو او د خپلو ښوونیزو بهیرونو لپاره کوښښ وکړو چي لازمه بودیجه ورته برابره کړو تر څومو ښوونیز بهیر جاري وساتو.
ښاغلي صدیق وویل: چې عالم هغه څوک دی چې د مسلمانانو د ژوند هره برخه کې ورته جدي اړتیا لیدل کیږي، او عالم د ټولني هغه رهنما دی چې و ټولنې ته سالمه اسلامي لارښونه کوي .
ښاغلي صدیق د مدارسو مهتممینو ته له مدارسو سره د فوق العاده ۶ میلیونه نقدي مرسته وکړه ، همدارنګه یې راتلونکې کې د استاذانو د بستونو د ورکولو وعده ورکړه، چې له یادو مثبتو بشارتونو یې د غونډې ګډونوالو خوښي و ښودله،
غونډه د دعاءیې په کولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS