د پنجشېر ولایت په یوباب ښوونځي کې زده‌کوونکو ته درسي کتابونو ووېشل شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۶:۴
56

د بېلابېلو مضمونونو ۲۴۶ ټوکه درسي کتابونه چې د یو خیریه بنسټ له لوري د پنجشېر ولایت اړوند قهار عاصي لېسې زده‌کوونکو ته برابر شوي وو، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا د دغې لېسې زده‌کوونکو ته توزېع شول.
د یاد ولایت پوهنې ریاست سرپرست محترم مفتي حسیب الله پرواني، د هېواد د ښوونیز نظام په ملاتړ کې د خلکو او همکارو بنسټونو له مادي او معنوي مرستو څخه د مننې ترڅنګ، دغه اقدام زده‌کوونکو ته د لا غوره ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو لپاره ارزښتناک وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې

د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS