د پنجشېر ولایت له ښوونځیو سره د درسي موادو مرسته وشوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۴
565

د یوه همکار بنسټ له لوري د پنجشېر ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو ته ۵۱۸ کڅوړې قرطاسیه او د درسي مرستو توکي ووېشل شول، چې ټولیز مالي ارزښت یې شاوخوا ۴۸ زره او ۲۳۹ امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د یاد ولایت پوهنې ریاست د ذکر شویو مرستو له امله له همکارو بنسټونو څخه مننه او قدرداني وکړه او د ښوونې او روزنې د بهیر لا پیاوړتیا په موخه یې د ورته همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
د پوهنې مسوولینو دغه مرسته د ښوونې او روزنې لاښه والي لپاره یو مثبت او اغېزناک ګام وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې

د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS