د پل علم پر ۲۵۰ مستحقو ښوونکو د ځمکې نومرې ووېشل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۰
د پل علم پر ۲۵۰ مستحقو ښوونکو د ځمکې نومرې ووېشل شوې

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر مرکز اړوند د ښوونکو په ښارګوټي کې پر ۲۵۰ مستحقو ښوونکو د استوګنې نومرې ووېشل شوې.

د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي د نوموړو نومرو پر وېشل کېدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به په دې ښارګوټي کې پر پاتې نورو مستحقو ښوونکو هم یوه- یوه نومره ځمکه ووېشل شي.

د پوهنې رئیس په یاده برخه کې د ولایت مقام، امنیتي ارګانونو، د انجینرۍ او املاکو مدیریتونو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو له امله هم مننه او قدرداني وکړه.

یاد ښارګوټی د پل علم شمال لوېدیځ ته د شېروازې په سیمه کې دولتي پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري، چې ۳۵۰ جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده.

دغه ښارګوټی ۹۹۷ د استوګنې نومرې لري، چې یواځې په مرکز پل علم پورې اړوندو مستحقو ښوونکو ته په وړیا ډول ورکول کېږي.

په دې ښارګوټي کې د ژوندانه لازمې اسانتیاوې لکه سړکونه، ښوونځي، کلینیکونه، جوماتونه، تجارتي ساحې او شنې سیمې په پام کې نیول شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

له شاوخوا ١٠٠ تنو م/جاهدينو څخه د سويې د تثبيت ازموينه واخيستل شوه 

د پوهنې وزارت د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د کابل ښار سيدجمال الدين افغان عالي دارالمعلمين په تالار کې له شاوخوا ١٠٠ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت د تعلیمي بنسټونو ښوونکو او مدرسینو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار او شپږو ولسوالیو کې په مدارسو سربېره د رسمي او خصوصي ښوونځیو ښوونکو لپاره درې ورځنی علمي سیمینار پیل شو.
د یاد سیمینار بنسټیزه موخه د تدریسي کیفیت لوړول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

د غور ولایت معتادینو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګي جوړ شول

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند معتادینو په کمپ کې د سواد زده‌کړې څلور ټولګي جوړ او په رسمي ډول یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسئولین وایي: دغه ټولګي د ۱۳۰ تنو معتادینو د. . .

BACK TO NEWS