د پروان ولایت په اړوندو سیمو کې د صنفي اصولو ښوونکو لپاره ښوونیز ورکشاپ پرانیستل شو
د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ د صنفي اصولو ۲۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې زدهکړې او ښوونې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د پروان ولایت پوهنې رئیس، الحاج مولوي محمد فرید حقاني، د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د ښوونې او روزنې پر اهمیت او د وړتيا لوړونې پروګرامونو پر ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي دغه راز د ښوونې او روزنې د کیفیت په ښه والي کې د ورته روزنیزو پروګرامونو رول مهم وباله او له ګډونوالو ښوونکو یې وغوښتل چې له دغه روزنیز فرصت څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا، د تدریس د نويو لارو چارو د ترویج او د زدهکړو د کیفیت لوړولو په موخه ترسره کېږي.
