د پرمختللي تعلیمي نصاب په اړه تخصصي ورکشاپ جوړېږی
پوهنې وزارت- کابل: د ملګروملتو کلتوري سازمان (یونسکو) په اپریل میاشت کې د پوهنې وزارت کارکوونکو ته د پرمختللي تعلیمي نصاب په برخه کې د زده کړو یو علمي، فرهنګي او تخصصي ورکشاپ جوړوي.
په هغې لیدنه کې، چې د پوهنې د سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي، د یونسکو سازمان د معاون پائول کاستر او ورسره مل پلاوي ترمنځ وشوه، د یاد تخصصي ورکشاپ پر جوړولو هر اړخیز بحثونه وشول.
ډاکټر بلخي زیاته کړه، چې په افغانستان کې له شاوخوا څلورو لسیزو جنګ او ویجاړۍ نه پس باید پر تعلیمي نصاب له سره کتنه وشي او د ټولنې د پرمختګ په برخه کې د یاد نصاب تغییر یو ضرورت دی. هغه همدارنګه له نړیوالو همکارانو څخه د تعلیمي نصاب په برخه کې د هر اړخیزه مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
ډاکټر بلخي د پوهنې په برخه کې د یونسکو له دوامدارو مرستو او همکاریو مننه وکړه او یاد بسنټ یې د ښوونې او روزنې په برخه موثر و باله.
د یونسکو معاون پائول کاستر د یادي لیدنې په بهیر کې د پوهنې وزارت کړنې مثبتې و ارزولې او په راتلوونکې اپریل کې یې د پوهنې وزارت د کار کوونکو لپاره پر پرمختللي تعلیمي نصاب د تخصصي ورکشاپ د جوړیدو خبر هم ورکړ.
کاستر افغانستان د یونسکو لپاره ارزښتناک یاد کړ او همدارنګه یې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د هر ډول مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
