د پراختیا څپو پروسې (روند موج توسعه) د پوهنې وزیر غوره کړنې او کارونه وستایل
پوهنې وزارت- کابل: د پراختیا څپو پروسې (روند موج توسعه) غړو د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي سره په لیدنه کې، د افغانستان پر ښوونې او روزنې د پوهنې وزیر د تاثیر لرونکو کارونو څخه ستاینه وکړه او د پوهنې وزارت سره يې په مرستو ژمنه وکړه.
دا لیدنه چې پوهنې وزارت کې تر سره شوه، ډاکتر بلخي د مدني ټولنو فعالانو له ملاتړ څخه هر کلي وکړ، او د افغان ماشومانو ښوونې او روزنې په وده کې په ځانکړي ډول په ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې د هغوي د ملاتړ غوښتونکي شول.
پوهنې وزیر همدارنګه په نږدې راتلونکې کې د مدني ټولنو سره د پوهنې وزارت د همکاریو کړنلارې له خپرولو خبر ورکړ.
ډاکتر بلخي د درسي کتابونو کمښت ستونزې ته په اشارې، د کور په کور کتابونو راټولولو کمپاین په ډیر پیاوړي کیدو کې د مدني ټولنو ونډه تاثیر لرونکې یاده کړه.
د پراختیا څپو پروسې غړو پدې لیدنه کې د پوهنې وزیر سره ژمنه وکړه چې په ټول افغانستان کې د ښوونې او روزنې خدمتونو پراختیا په لاره کې به د پوهنې وزارت سره همکار واوسي.
