د ولس په همکارۍ په پکتیا ولايت کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۰
11

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند د محمودکلا منځني ښوونځي لپاره د ولسي خلکو په مالي همکارۍ د ۱.۱ میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ شپږ درسي خونې، یوه اداري خونه، یوه تحویلخانه او د پاکو اوبو سیسټم لري. 
د ياد ولايت پوهنې رئیس مولوي عبدالقیوم فاروقي د سیمې له خلکو د ښوونځي د ودانۍ جوړولو له امله مننه وکړه او ویې ویل:" د مناسب ښوونیز چاپېریال رامنځته کول د معیاري زده‌کړو لپاره مهم رول لري". نوموړي زیاته کړه، د ۱۴۰۵ کال په ترڅ کې د پکتیا خلکو د پوهنې له برخې سره د ۱۷ میلیون افغانیو په ارزښت بېلابېلې مرستې کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې

د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS