د ولایتونو پوهنې کړنو لنډه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۲:۳۲
741

کابل
د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی ریاست روزونکو، د کابل ولایت د پوهنې ریاست ۱۸ تنو کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ کړ، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

لوګر
د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست په همغږۍ، د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ د ښوونځيو شاوخوا زرو تنو زده کوونکو ته د کتابونو او درسي توکو د ساتنې د څرنګوالي په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو او ټاکل شوې ده چې دراونې اوونۍ تر پنجشنبې ورځې پورې به دوام ولري. 

همدارنګه
د لوګر ولایت پوهنې ریاست د  یاد ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د ۴۶ بابه مدارسو او دارالحفاظونو د ۹۲ تنو ښوونکو او مسؤلینو لپاره څلور ورځنی ښوونیز او مسلکي سیمینار جوړ کړ.

ارزګان
د ارزګان ولایت پوهنې ریاست له ۲۶ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته، تر څو وړ کسان تر پېژندنې وروسته په ۹ خالي بستونو کې د اداري او تدریسي کارکوونکو په توګه وګمارل شي.

دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار د يوه همکار بنسټ د ولايتي دفتر له مسئولينو سره وکتل او په یاد ولايت کې يې د پوهنې د بهير د پراختیا او پرمختګ لپاره د لازياتې همغږۍ او هڅو پر دوام خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS