د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۴۳
412

بغلان

د بغلان ولايت پوهنې رياست له پاکستان هېواد د راستانه شویو زده کوونکو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخيسته؛ تر څو هغوى د خپلې سویې سره سم په ښوونځيو کې د ښوونې او روزنې د دوام په موخه شامل شي.

هلمند

د هلمند ولايت د ګرمسېر او نادعلي ولسواليو د پوهنې آمرینو، د يادو ولسواليو د مدارسو او دارالحفاظونو له مسئولينو سره غونډه وکړه.

دغه راز په یاده ناسته کې د پوهنې پر ستونزو او حل لارو تفصیلي خبرې وشوې.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په مرکز پل علم ښار کې، د ۹۵ بابه مدارسو او دارالحفاظونو ۱۹۰ تنه مسئولینو او کارکوونکو لپاره څلور ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړ.

پکتیا

د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، د یاد ولايت د مرکز اړوند د سيد حسن لېسې د اداري او تدريسي چارو د څارنې پرمهال، د دغه لېسې له ښوونکو او د شورا له غړو سره ناسته وکړه او له هغوی سره یې د ښوونیز او روزنیز وضعیت لاښه والي په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS