د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۹:۵۱
14

- لوګر ولایت:

د پوهنې وزارت د متخصصینو له خوا د لوګر ولایت پوهنې ریاست ۱۵ تنو آمرینو او کلیدي کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

- هرات ولایت:

د پوهنې ریاست د ښوونکو د مسلکي پراختیا علمي غړو په همکارۍ، د اصول صنفي دورې ۱۳۰۰ تنو ښوونکو لپاره د "د پوهې وده او مؤثره زده کړه" تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

- بامیان ولایت:

بامیان ولایت کې د سیمه ییزو زده کړو ۱۶ تنو ښوونکو لپاره د «پوهې پراختیا» تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې ۱۴ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS