د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه
کابل
د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د کیفیت تضمین څانګې کارپوهانو، د احصائیې د عمومي مدیریت د کارکوونکو وړتیا لوړولو په موخه، یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.
بغلان
د بغلان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نورعزيزي، د یاد ولايت د پوهنې رياست له مسئولينو سره په کتنه کې، دوروستيو سېلابونو له امله د زيانمنو شويو ښوونيزو بنسټونو د تعلیمي پروګرامونو او مرستو په باب د خبرو ترڅنګ، لازمې پرېکړې وشوې.
خوست
د خوست ولايت پوهنې رئيس مولوي فيض الله جمال حقاني د پوهنې په برخه کې د همکارو بنسټونو له يو شمېر استازو سره په کتنه کې، د سيمه ييزو ټولګیو د کړنو په باب تفصیلي خبرې وکړې.
بدخشان
د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو پر شاوخوا ۲۰۰ تنو زده کوونکو د یو مرستندویه بنسټ له خوا، د پاکوونکو موادو کڅوړې ووېشل شوې.
