د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۱۲:۱۰
33

هرات
د پوهنې وزارت د پلان ریاست د کارپوهانو پلاوي، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر سره په لیدنه کې دغه ولایت ته د خپل سفر موخه، د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د وړتیاوو لوړونې د ورکشاپونو جوړول وبلل. 
دهرات پوهنې رئیس یاد پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د دغه ډول پروګرامونو هرکلى او ملاتړ وکړ .

کندهار
د کندهار ولايت پوهنې رياست هغه ممتاز زده کوونکي، چې د یاد ولايت د ښوونځيو او مدارسو زده کوونکو ترمنځ يې په علمي سياليو کې برخه اخستې وه؛ وستايل.
د پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدين «نقشبندي» په زده کوونکو د ډالیو وېشلو په ترڅ کې له هغوى وغوښتل، تر څو د ديني او عصري علومو په زده کړه کې لازیاتې هلې ځلې وکړي.

ننګرهار
د ننګرهار پوهنې ریاست مسئولین وايي: په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د راستانه شویو هغو کډوالو ماشومانو څخه کوم چې تر مختلفو ټولګیو یې زده کړې کړي دي، د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
په پام کې ده چې له ارزونې وروسته به زده کوونکي د هغوی له سویې سره سم ټولګیو ته ور وپېژندل شي.

بیا هم له یاد ولایت څخه:
د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ له لوري، د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې د مراد علي صاحبزاده د نجونو لېسې د پاکو اوبو یو څاه برابر کړ چې د دغې لېسې زده کوونکي او کارکوونکي د څښاک د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمن شول.
د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمریت د دغه همکار بنسټ له مرستې مننه او قدرداني وکړه.

دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار، د یاد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس سيد محمد صالح سره وکتل.
دواړو لورو د پوهنې د بهير او پر هېواد د شوروي يرغلونو د وېجاړونکو اغېزو په باب تفصیلي خبرې او نظرونو تبادله کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۴۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د یو باب ښوونځي احاطوي دېوال ورغول شو

د معیاري ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو او د زده‌کوونکو امنیت ډاډمن کولو په موخه، د کاپیسا ولایت مرکز اړوند ریګ‌روان منځني ښوونځي احاطوي‌دېوال د ۵۰۸ متره په اوږدوالي د یوې همکارې ادارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۱۵
Background image

کونړ ولایت کې د پوهنې اجرائیوي مدیرانو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

د کونړ ولایت د ولسوالیو پوهنې اجرائیوي مدیرانو لپاره د (TPMS) سیمینار ترسره شو، چې پکې د یاد ولایت پوهنې ریاست چارواکو او د مالي مدیریت کارکوونکو هم ګډون درلود.
د پوهنې ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۱۵
Background image

په بامیان ولایت کې له ښوونځیو سره د درسي کتابونو مرسته وشوه

یوې خیریه ادارې په بامیان ولایت د ښوونځیو له زده‌کوونکو سره ۵ زره ټوکه درسي کتابونه مرسته وکړه.
د پوهنې ریاست د چارواکو په وینا، د یادو کتابونو په وېشلو سره به په بېلابېلو سیمو کې د زده. . .

BACK TO NEWS