د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه
زابل
د زابل ولایت د افغان ترک لېسې مسئولینو، د یاد ولایت افغان ترک لېسې ته د شپږم ټولګيو د زده کوونکو د شاملولو په موخه، د پوهنې ریاست له مشرتابه سره وکتل.
بلخ
د بلخ ولایت د دارالعلوم اسدیه پخوانی آمر شیخ عزت الله علیزی، د یاد ولایت د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر په توګه او د سید اسمعیل بلخي عالي لېسې پخوانی آمر شیخ خال محمد د اسدیه عالي دارالعلوم د آمر په توګه وټاکل شول او د پوهنې رئیس له خوا خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.
پنجشېر
د پنجشېر ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب الله نوري قتاده په رخه ولسوالۍ کې د دارالعلوم جامعة الانوار څخه څارنه وکړه.
همدارنګه نوموړي د یاد دارالعلوم د لیدنې اساسي موخه د اداري او ښوونیزو چارو څیړل او د ستونزو معلومول وبلل.
د یو بل خبر له مخې:
د پنجشېر ولایت پوهنې رئیس د هغه لس ورځني ورکشاپ څخه څارنه وکړه، کوم چې د یو همکار بنسټ په ملاتړ جوړ شوی و.
نوموړي د یاد ورکشاپ له ګډون والو څخه وغوښتل، تر څو زده کړي مهارتونه له خپلو همکارانو سره شریک کړي.
