د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۲:۱۰
123

پکتیکا

د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، د یاد ولایت تروو ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د پوهنې له آمرینو، د ښوونځیو له مدیرانو، د دیني مدارسو له مهتممینو، ښوونکو او زده کوونکو سره وکتل.
په ورته وخت کې نوموړي له ښوونکو وغوښتل، تر څو د هېواد بچيانو په روزلو کې لازیاتې هلې ځلې وکړي.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ پوهنې آمریت له لوري، د یادې ولسوالۍ د ۲۵۰ ښوونځیو له زده کوونکو څخه د حضرت محمد( صلي الله علیه وسلم) سیرت سیالیو آزموینه واخیستل شوه.
د یادو سیالیو د ترسره کولو موخه، د رسول الله (صلي الله علیه وسلم) له سیرت، نېکو او غوره اخلاقو سره د ځوانانو آشنا کول ؤ. 
په پای کې پر ۲۰ غوره ګډون کوونکو سوغاتونه هم ووېشل شول.

 غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني د ګیرو ولسوالۍ له ولسوال او مسئولینو سره د لیدنې سربېره، د یادې ولسوالۍ له دیني مدارسو او دارالحفاظونو هم لیدنه وکړه.

بامیان

د باميان ولايت پوهنې رياست کاري غونډه، د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله قنديلي تر څارنې لاندې، د سيمه ييزو رياستونو او د پوهنې په برخه کې د همکارو ادارو د مسئولينو په ګډون جوړه شوه. 
د غونډې ګډون والو د خپلو ترسره شویو کړنو راپور له مشرتابه سره شریک او د پلانونو په پلي کولو کې یې د لا زیاتو آسانتیاوو غوښتنه وکړه.

نیمروز

د نيمروز ولايت پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني، د یاد ولايت د والي مولوي نجيب الله رفېع په مشرۍ جوړه شوې پرمختيايي غونډه کې برخه واخيسته.
نوموړي د یاد ولايت پوهنې په برخه کې د همکارو بنسټونو د کړنو، ستونزو او لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو تر څنګ، له سيمه ييزو ادارو څخه وغوښتل، تر څو د پوهنیز نظام څخه خپل ملاتړ دوام ورکړي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS