د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۴۹
33

نورستان

د نورستان ولایت پوهنې ریاست د یو مرستندویه بنسټ په همکارۍ، د ښوونکو د مسلکي پراختيا په موخه د ۲۸ بابه ښوونځیو ښوونکو او علمي غړو ته (د ښوونکو لپاره د اغیزمنې ښوونې او روزنې د پراختيا پروګرام) تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنی میتودیک ورکشاپ په لاره واچاوه.

پکتیا

د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې، د يو شمېر کليو له مشرانو او ديني علماوو سره وکتل.

په ياده ناسته کې قومي مشرانو د درسي پروګرامونو په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل او په ياده برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د ياد ولایت مرکز اړوند د ۳ بابه ښوونځيو اداري او تدریسي چارې له نيږدې وڅارلې او د پوهنيزو چارو لاښه والي په موخه یې اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ارزګان

د ارزګان ولايت پوهنې ریاست مشرتابه له یو شمېر دیني علماوو او د سیمه ییزو ادارو له مسئولینو سره په کتنه کې، د دیني مدارسو د جوړېدو په تړاو خبرې وکړې.

دواړو لورو له بېلابېلو سيمو څخه ليدنې وکړې او د مدارسو د جوړولو لپاره یې ځانګړې نقطې په ګوته کړې.

بغلان

د بغلان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نورعزيزي دبايسقال کلي د يو باب ښوونځي د بياجوړولو له چارو څخه څارنه وکړه او قراردادي شرکت ته يې د ساختماني توکو د کيفيت په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS