د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۴
124

نیمروز

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت کارپوهانو او روزونکو د یو همکار بنست په ملاتړ، د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د ښوونځیو د مدیرانو او سرښوونکو لپاره د "اغېزمنې زده کړې او د زده کړې د پراختیا" تر نامه لاندې۱۰ ورځنی سیمینار جوړ کړ.

بلخ

د بلخ ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمریتونو ته د درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د یاد ولايت د پوهنې رئيس الحاج شيخ مولوي عبدالجليل شهیدخیل وويل: په دې پروسه کې به د بلخ ولايت د مرکز او ولسواليو ښوونځيو ته ۸۳۸ زره ۴۵۵ ټوکه درسي کتابونه ووېشل شي.

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو د رقابتي آزموینو په شپږم پړاو کې یو ځل بیا له مستحقو نوماندانو څخه آزموینه واخیسته.

په پام کې ده، هغه کسان چې لوړې نمرې ترلاسه کړي، د یاد ولایت د دیني مدارسو کې په ۱۳۰ خالي بستونو کې د استادانو په توګه وګمارل شي.

لغمان

د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنست مسئولینو، د لغمان ولایت له پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد سره د لیدنې پر مهال، د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو د کړنو په اړه خبرې وکړې او د یادو ټولګیو د جوړولو او څرنګوالي په اړه یې یو لړ وړاندیزونه له پوهنې رئیس سره شریک کړل، چې د پوهنې ریاست له لوري ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په ننگرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

د یو همکار بنسټ لخوا په ننګرهار ولایت کې «د ښوونې او روزنې مؤثره ودې » تر سرلیک لاندې درې ورځنی تعلیمي ورکشاپ پیل شو.
په یاد ورکشاپ کې د همدغه ولایت د شپږو ولسوالیو ۱۲۶ تنه مدیران او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د محمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د محمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ چې د جوړولو کارونه یې څو میاشتې مخکې د یو خیریه بنسټ په همکارۍ پیل شوي وو، اوس بشپړ او د پوهنې مسئولینو، علما‌‌ءکرامو. . .

BACK TO NEWS