د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه
غور
د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۲۱ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، درې ورځنی مېتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ علمپروره خلکو له لوري د ۳۵ زره افغانیو څخه په زیات لګښت، د یادې ولسوالۍ پوهنې آمریت په انګړ کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه له اړوندو تخنیکي ملحقاتو سره تر کیندنې وروسته چمتو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
کندهار
د کندهار ولایت پوهنې ریاست لخوا د احمدشاهي اول لېسې ممتازو زدهکوونکو لپاره علمي سیر ترسر شو.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو د زدهکوونکو لپاره علمي سیرونه د تعلیمي ودې او خلاقیت پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او ډاډ یې ورکړ چې دغه ډول پروګرامونه به نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
پکتیا
د یو همکار بنسټ لخوا د ۱۸۰ زره افغانیو په ارزښت، د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د تیرې نمونوي لېسې ته ۱۲۰ پایې مېزونه او څوکۍ ورکړل شوې.
همدارنګه د یاد ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مرسته د راستنېدونکو کډوالو زدهکوونکو لپاره ۲۵ تقویتي ښوونیز ټولګي فعال کړي دي.
