د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

غزني
د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو د ۱۶ خالي بستونو ډکولو په موخه، له ۴۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیستل شوه.
دایکنډي
د دایکنډي ولایت مرکز اړوند میش سیمې د خلکو په مرسته، د سید محمد اکبر وکیل دیني مدرسه پرانیستل شوه.
د یادونې وړ ده، اوسمهال په دغه مدرسه کې ۱۸ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د یوه استاد له خوا ورته تدریس کېږي.
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې ریاست له خوا د یاد ولایت د ۱۲بابه مدارسو له ۲۲۱ تنو زده کوونکو څخه د علمي رقابت آزموینه واخیستل شوه.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست په تورخم ښارګوټي کې پر ۲۷۹ تنو هغو ماشومانو چې په سختو کارونو بوخت وو او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په روزنتون کې په زده کړو مصروف وو، درسي توکي او مواد ووېشل.