د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه
ارزګان
د ارزګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي شمس الله آخندزاده کامران، د یاد ولایت د خاص اروزګان، دهراوود او چنارتو ولسوالیو د پوهنې له آمرینو سره وکتل، په مدارسو او ښوونځیو کې یې د ښوونیزو پروګرامونو لاښه والي او د درسي کیفیت پر لوړولو خبرې وکړې.
پنجشېر:
د پنجشېر ولايت پوهنې رياست، په یاد ولايت کې نويو تاسیس شويو ديني مدارسو ته ۲ زره ۲۲ ټوکه درسي کتابونه ووېشل.
دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار د پوهنې په برخه کې د يو همکار بنسټ له مشر سره وکتل او په یاد ولايت کې يې د ښو خدمتونو وړاندې کولو، د ښوونځيو د تجهيز او تمويل په ګډون د تعليمي مسايلو په اړه خبرې وکړې.
پکتیا
د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار، د سيد کرم او احمدابا ولسواليو يو شمېر ديني علماوو او قومي مخورو د یاد ولايت له پوهنې رئيس مولوي عبدالقيوم فاروقي سره وکتل او په خپلو سيمو کې يې د پوهنیزو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
یو ځل بیا له پنجشېر ولایت څخه:
د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده، د یاد ولايت له پوهنې مسئولینو سره وکتل او له هغوى سره يې د پوهنیز بهیر لاښه والي، په مدارسو او ښوونځيو کې د تدریسي کيفيت لوړولو په باب تفصیلي خبرې وکړې.
