د ولایتونو له پوهنې ډګره لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۸
25

دایکنډي

د دايکنډي ولايت مرکز اړوند د "جرف او اسکان" کليو يو شمېر مشرانو او ديني علماوو د یاد ولايت له پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار سره وکتل او د خپلو ښوونځيو د اړتياوو په اړه يې وړانديزونه او غوښتنې د دغه ولايت مشرتابه ته وړاندې کړې.

هرات

د هرات پوهنې ریاست رهبرۍ، علماوو، د خصوصي او رسمي ادارو استازو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د «ساینس ستوري» د علمي سیالیو غوره زده کوونکي د نخبګان عالي لېسې په تالار کې وستايل.

ننګرهار

د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د یاد ولايت چپرهار ولسوالۍ د يو شمېر ښوونځيو او دارالاېتامونو له اداري، تدريسي او آزموينې چارو څخه څارنه وکړه.

نوموړي له مسئولينو وغوښتل، تر څو د يتيمانو زده کړو ته چې د شهيدانو امانت دى، جدي پاملرنه وکړي.

سمنګان

د سمنګانو ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي نصرت الله فيضاني، د یاد ولايت خرم او سارباغ ولسواليو ته ولاړ او د ښوونځيو د کلنیو آزموينو د څارنې پرمهال يې، د يو شمېر ښوونځيو د زده کوونکو نصابي، اداري او ښوونيز فعاليتونه له نیږدې و ارزول.

لغمان

په لغمان ولایت کې یوه همکار بنسټ، د یاد ولایت پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د شپږ بابه ښوونځیو پر زده کوونکو یو شمېر کتابونه چې د ماشومانو د ښوونې او روزنې کیسې لري ووېشل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS