د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۴۹
21

- پکتیکا

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې ولسوالۍ له بالش عالي لېسې سره ۱۸۰۰۰ افغانیو مرسته کړې، چې د لېسې په ترمیم او تجهیزاتو کې ولګول شوه.

په ورته وخت کې، د ښوونځيو تعلیمي شورا د یاد ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند د علم ګل لومړني ښوونځي زده کوونکو او کارکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو لپاره ۳۰۰۰۰ افغانۍ مرسته وکړه.

- لغمان

د لغمان ولایت قرغه یي ولسوالۍ د تراګر لومړني ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه د ۱۰۰۰۰۰ افغانیو په لګښت د لېسې د مدیر ښاغلي نصیب خان په مالي مرسته وکیندل شو.

- لوګر

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ د سرخ آباد عالي لېسې سره د ۵۰۰۰۰ افغانیو مرسته د یادې ولسوالۍ د علم پاله اوسېدونکو لخوا ترسره شوه، چې د لېسې د زده کوونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو سیسټم نصبولو کې مصرف شوې ده.

د پوهنې وزارت مشرتابه، ښوونیز نظام سره د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ هرکلی او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS