د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۲۴
25

- لوګر

د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د قلعه ابراهیم خان ښوونځي لپاره د خلکو د مرستو په پایله کې، د ۵۵ زره ۶۰۰ افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکیندل شوه او شاوخوا ۴۷۰ تنو زده‌کوونکو او منسوبینو ته د پاکو اوبو آسانتیاوې رامنځته شوې.

- ننګرهار

د ننګرهار ولایت لایې او شهید نورمحمد ښوونځیو ته د پوهنې شوراګانو لخوا د ۱۱ زره افغانیو مالي مرسته ورکړل شوه، چې د ترمیم او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برابرولو کې وکارول شوه.

- میدان وردګ

د حاجي بایي او حاجي عبدالروف په نومونو د دوو تنو اوسېدونکو په مالي مرسته، د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د کهنه خمار عالي لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او د پوهنې چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز سیسټم په برخه کې د علم پروره ولس له مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS