د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۹:۰
14

پکتیکا

 د پکتیکا ولایت پوهنې مسئولینو د نوي ښوونیز کال لپاره د بشپړ چمتووالي اعلان وکړ.
 د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل «خالد» د پوهنې له چارواکو سره په یوه غونډه کې له هغوی وغوښتل تر څو د پوهنیز کیفیت لاښه والي لپاره له هر ډول هڅو درېغ ونه کړي.

- لغمان:
-  د لغمان ولایت اړوند مشه خیل او شهید محمد اسماعیل طارق لېسو ښوونکو او مدیرانو لخوا ۱۲۰۰۰ افغانۍ یادو لېسو ته وقف شوې، چې د همدغو لېسو لپاره د یو پایه پرنټر او یو شمېر میوه لرونکو نیالګیو پېرودلو برخه کې په مصرف ورسېدلې.

- لوګر:
-د مرحوم حاجي محمد ابراهیم جمشیدي زامنو لخوا چې د دې ولسوالۍ یو له خیرخواهانو څخه دي، د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ اړوند په شش قلعه کلي کې د یو باب ښوونځي جوړولو لپاره ۱۲ جرېبه ځمکه وقف او په رسمي ډول د همدغه ولایت پوهنې ریاست ته وسپارل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS