د ولایتونو له پوهنې څخه ځینو خبرونو ته کتنه
- پکتیکا
د پکتیکا ولایت سر روضې ولسوالۍ اړوند د شهید شیرعلي منځني ښوونځي ۷۰۰ تنو زده کونکو ته د عامو خلکو په مرسته د ۱۱ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو آسانتیاوې برابرې شوې.
- میدان وردګ
د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ دوه بابه ښوونځیو ته د یوې علم پرورې اوسېدونکې ډاکټر روشنک وردګ لخوا د ۲۰ زره ۸۷۱ افغانیو مرسته وشوه، چې د یادو ښوونځیو د زدهکونکو لپاره د درسي کتابونو پېرودلو لپاره ولګول شوې.
- لوګر
د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د شش قلعه ښوونځي لپاره د دوو درسي خونو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پورته ذکر شویو ټولګیو جوړول به د ۱۰۰ تنو څخه زیاتو زده کونکو لپاره یو مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کړي.
